دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې په تيرو وختونو کې داسې غلطۍ شوي چې يو نااهل مسلط کړل شو، که بيا هم دقوم سره دوکه کيږي نو سزا به ورکول کيږي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې په تيرو وختونو کې داسې غلطۍ شوي چې يو نااهل مسلط کړل شو، که بيا هم دقوم سره دوکه کيږي نو سزا به ورکول کيږي.
خپل يو بيان كښې رانا ثناء الله ووئيل چې د عمران خان په حكومت كښې فرزانه ګوګي ته خلاصې استثنا وركړې شوې وه او فرح ګوګي باندې د 12 اربه روپو معامله ثابته شوې ده۔
ده ووئيل عمران خان د آئي اېم اېف سره په سختو شرطونو معاهده كړې او عمران خان په خپله څلور كلنه دوره كښې كوم پرمختيائي منصوبه نه ده وركړې۔
داخله وزير وويل عمران نيازي هغه تحفې هم په بازارونو کې خرڅې کړي چې ترلاسه کړي يې دي، په تيرو وختونو کې داسې غلطۍ شوي چې يو نا اهله کس پرې لگول شوى ؤ، که بيا هم دقوم سره دوکه کيږي نو سزا به يې ورکولى شي.