اسلام اباد: د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په ګډون د څلورو قاضیانو پر ضد په سپریم جوډیشل کونسل کې شکایت درج شوی دی

0
163

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس منيب اختر، جسټس اعجازالاحسن په ضد شکايتونه درج کړي شوي دي او بل شکايت د جسټس مظهر علي اکبر نقوي په ضد درج کړی شوی دی.

د سردار سلمان ډوګر ایڈووکیټ لخوا جمع کړی شوي شکایت کې ویل شوي چې د غلام محمود ډوګر او بلدياتي انتخاباتو کېس کې ججانو بد چلند کړی، د چيف جسټس عمر عطا بنديال په شمول څلور ججان په بد چلند کې مجرم دي، ټولو څلورو ججانو د چيف جسټس په شمول د ۲۰۹ آرټيکل خلاف ورزی کړې ده. څلور قاضیان باید له دندې لیرې شي.

د چيف جسټس په شمول د ټولو ججانو خلاف د شکايتونو نقلونه د سپريم جوډيشل کونسل نورو غړو ته هم استولې شوي دي۔

Leave a reply