د خزانې وزير اسحاق ډار په قومي اسمبلۍ او سېنېټ کې د انتخابي لګښتونو اړوند د پيسو بل وړاندې کړ

0
173

باغي وی رپورټ

اسلام آباد: د خزانې وزير اسحاق ډار په قومي اسمبلۍ او سېنېټ کې د انتخابي لګښتونو اړوند د پيسو بل وړاندې کړ.

د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې روانه ده په كوم كښې چې د اسمبلۍ په غونډه كښې د معمول كاروائې اجنډا ځنډولې شوې ده۔

په دې موقع قومي اسمبلۍ كښې د پاكستان د نېشنل يونيورسټۍ جوړولو بل وړاندې كړې شو كوم چې ايوان منظور كړو۔

د خزانې وزير اسحاق ډار په قومي اسمبلۍ کې د انتخابي لګښتونو بل وړاندې کړ او په ايوان کې يې د خپل نظر څرګندولو په مهال وويل چې د نوي منتخب جمهوري حکومت په ضد سازش شوى او د کامياب حکومت اقتصادي پاليسيو ته زيان رسيدلى دى.

ده ووئيل چې كله منتخب حكومت ړنګ كړے شو نو معيشت تباه شو، پي ټي آئي د هېواد د مفكورې كولو هڅې كوي، زما په بهرنۍ دوره كښې شكمنې خپرې شوې، د پي ټي آئي قيادت په هېواد كښې د ګډوډي كولو هڅې كوي، د خلكو په لمسون راغلو۔ ملي ضد او هيڅ چانس پرې نه ږدي.

اسحاق ډار وويل معيشت د تباهۍ په لوري روان ؤ، زمونږ پيشوانو معيشت تباه کړى ؤ، زمونږ لمړۍ چيلنج دا ؤ چې هيواد د نادارۍ نه بچ کړو او بل ګام د هيواد د پرمختګ په لاره روان کړو، اوس مونږ د پرمختګ په لوري روان يو. د اقتصادي ثبات په لور تللي دي، هڅه دا ده چې هاکستان یو ځل بیا د پرمختګ پر لور بوځي.

وروستو قومي اسمبلۍ د انتخابي لګښتونو بل قائمه کميټۍ ته ليږلى اؤ غونډه دنهې په ورځ تر 2 بجو پورې وځنډول شوه.

بل سېنېټ ته وړاندې شو

بل خوا د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم سېنېټ كښې د مني بل وړاندې كولو په مهال ووئيل چې سېنېټ دې د بل په اړه خپل تجويزونه وركړي۔

په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كه د انتخاباتو لپاره پيسې وركولې شي نو بل دې وركړې شي۔

په ايوان كښې د بل وړاندې كولو په مهال د پي ټي آئي غړو نعرې وهلې۔

Leave a reply