په رحيم يارخان کې دپوليسو سره په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي

0
110

باغی ټی وی رپورټ
په رحيم يارخان کې دپوليسو سره په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

دپوليسو وياند ترمخه درحيم يار خان داحمد پور لمخې دپوليسو په خانپور سيمه کې ددوو ماشومانو په تښتولو کې ککړو غلو اؤ پوليسو ترمينځ نښته شوې ده.

دپوليسو وياند وويل چې دپوليسو په ځوابي ډزو کې څلور غله وژل شوي او دوه تښتيدلي دي.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: له وژل شويوکسانو څخه يو کلاشينکوف او درې تومانچې هم ترلاسه شوي دي .

Leave a reply