د پي ټي ائي صدر چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي که حکومت د پارليمنټ غونډه يا د کابينې غونډه رابللې نو حکومت به اليکشن کميشن ته فنډونه ورکوي

0
171

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پي ټي ائي صدر چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي که حکومت د پارليمنټ غونډه يا د کابينې غونډه رابللې نو حکومت به اليکشن کميشن ته فنډونه ورکوي.

پخواني ایم پی اے فاروق امان الله دریشک، در محمد دریشک او علي امان الله دریشک لاهور کې د پي ټي آئي صدر پرویز الهي سره لیدلي دي.

پرويز الهي وويل چې شهباز شريف خپل شخصي کارمندان د چيف جسټس په ضد د خبرو دپاره رابللي دي، د خزانې او داخله وزير دا بيانونه چې په ٩٠ ورځو کې انتخابات نه شي کيدلى د سترې محکمې د فيصلې نفي ده.

هغه زیاته کړه، که حکومت د پارلمان یا کابینې غونډه راوبولي، پیسې به یې د ټاکنو کمېسیون ته ورکړي.

د پي ټي ائي صدر وئيلي دي چې د صدر علوي د بل نه د لاس ليک کولو نه انکار د ملک د آئين مطابق ده نه د آئين نه منکر ده، شهباز شريف پخپله د يو مفرور مجرم نه هدايات اخلي.

Leave a reply