اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ترهګرۍ د قضیو لاندې په ۹ بېلابېلو مقدمو کې د پلټنو لپاره احضار کړی دی

0
93

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ترهګرۍ د قضیو لاندې په ۹ بېلابېلو مقدمو کې د پلټنو لپاره احضار کړی دی.

د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د وفاقي پلازمينې اسلام اباد د سي ټي ډي پشمول په نهو پوليس سټيشنو کښې مقدمې درج شوي دي، وفاقي پوليس عمران خان ته د دې کيسونو د پلټنو لپاره احضار کړي دي.

عمران خان ته په دوه مقدمو کې په ۱۱م اپريل د پوليس لائن هيډکوارټرز کې د حاضرېدو هدايات ورکړل شوي او په اوو مقدمو کې يې په ۱۲م اپريل طلب کړی شوی دی .

په دې ټولو کيسونو کې د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان استوګنځي ته د سمن نوټس استول شوي، نوټس کې ويل شوي چې عمران خان دې حاضر شي او خپل موقف دې ورکړي، که نه نو قانوني کاروايي به ورسره وشي.

Leave a reply