لاهور کښې وحشي پلار د درې کلنې لور فاطمه زهرا ژوند واخیست

0
90

باغی ټی وی رپورټ

په لاهور کې یوه زړه بوږنونکې انساني پېښه مخې ته راغلې چې پلار یې د رحم د چترۍ پر ځای د یوې معصومې لور قاتل شو.

وحشي پلار د درې کلنې لور فاطمه زهرا ژوند واخیست، د پولیس وینا ده چې د ماشومې د مړینې په رپورټ د پولیس ټیم جناح هسپتال ته د رسیدو سره حالات مشکوک ښکاریدل.

د ماشومې پلار خرم شهزاد د پوسټ مارټم نه انکار کړی وو، پولیس د پوسټ مارټم رپورټ نه وروسته ملزم ګرفتار کړے وو چې د ماشومې مړی په غېږ کښې نیول شوی وو.

تورن خرم شهزاد هم د خپلې لور فاطمې په وژلو اعتراف کړی دی.

Leave a reply