د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال په سپريم کورټ کې د ججانو د وېش ختمولو لپاره سلا مشورې پېل کړي دي

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال په سپريم کورټ کې د ججانو د وېش ختمولو لپاره سلا مشورې پېل کړي دي.
سرچينې وائي چې چيف جسټس عمر عطا بنديال د سپريم کورټ د ججانو ترمينځ د ويش ختمولو لپاره د نورو ججانو سره جلا جلا ليدنې کوي.
دسرچينو له مخې چيف جسټس آف پاکستان راتلونکې هفته د اختلافاتو تاثر ختمولو او د ججانو ترمينځ اتفاق پيدا کولو لپاره بنچونه جوړ کړل.
چيف جسټس د انتخاباتو په مقدمه کښې اختلافي نوټس اخستونکي ججان خپل بنچ کښې شامل کړي دي، د سبا نه به جسټس يحييٰ آفريدي، جسټس اطهرمن الله د چيف جسټس بنچ برخه وي او جسټس قاضي فائز عيسى به د جسټس محمد علي مظهر سره وي۔ د بنچ برخه شي، یو بنچ جوړ شوی دی.
په بنچ کې جسټس منصور علي شاه او جسټس عائشه ملک هم شامل دي، جسټس اطهرمن الله به راتلونکې هفته په بنچ کې د جسټس منيب اختر او جسټس مظاهر نقوي سره شامل وي، په دې بنچ کې جسټس جمال مندوخېل او جسټس حسن اظهر رضوي هم شامل دي. جوړ شوی دی.





