په پنجاب کې د بورې د بیو د لوړوالي او افغانستان ته د بورې د قاچاق په اړه پلټنې پیل شوې

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې د بورې د بیو د لوړوالي او افغانستان ته د بورې د قاچاق په اړه پلټنې پیل شوې
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان ته څلور ميليونه ټنه بوره قاچاق شوې، چې د بورې بيه د في کيلو ٢٥ کلدارو د لوړېدو له امله کارخانو ته ١١٥ ميليارده ګټه رسېدلې ده.
د کین کمشنر ترمخه تحقیقاتو کښې به په سمګلنګ کښې د ککړ مل مالکان او ډیلران هم په ګوته کولې شی او د هغو لارو په اړه به هم پلټنې کوې چې له لارې به بوره د پولې پورې غاړې ته رسولې شوې.
په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ښارونو کې د بورې بيه له ۲۵ تر ۳۰ کلدارو لوړه شوې، د يو کيلو بورې بيه ۱۳۰ کلدارو ته رسېدلې ده.






