د سندهـ حکومت په کراچۍ کې د درې نویو بسونو د چلولو اعلان کړی دی

باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ حکومت په کراچۍ کې د درې نویو بسونو د چلولو اعلان کړی دی
د سندهـ د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن په کراچۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې په شهر قائد کې نور بس سروس پېل کيږي، دوي د اپرېل په 13مه نيټه په ملير کې د بس سروس پېل کوي.
شرجیل میمن زیاته کړه چې دوی په کراچۍ کې د اپرېل په ۱۴مه، ۱۳مه او ۱۸مه د بسونو نوې تګ راتګ پیلوي چې یوه روټ به له ال آصف چوک څخه تر ملر ټانک چوک پورې، بله له بحریه ټاون څخه ټانک چوک او دریمه د نارت کراچۍ نه تر گرو مندر وي. .






