په لاهور کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د سایبري جرمونو څانګې د عملیاتو په ترڅ کې هغه تورن نیولی چې په سوشل میډیا یې د پاکستان پوځ او نورو ادارو خلاف کمپاین چلاوه
باغي ټی وی رپورټ
په لاهور کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د سایبري جرمونو څانګې د عملیاتو په ترڅ کې هغه تورن نیولی چې په سوشل میډیا یې د پاکستان پوځ او نورو ادارو خلاف کمپاین چلاوه.
د ایف آی اې چارواکو له مخې نیول شوی ملزم واصف کاظمي چې د سوشل میډیا له لارې د پاکستان پوځ پشمول د مختلفو ادارو خلاف کمپاین کوي د تحقیقاتو په مهال یې د یو سیاسي ګوند سره د تعلق څرګندونه کړې ده.
د ايف آئي اے ترمخه ملزم د پلټنو په مهال خپل بيان کښي وئيلي دي چي سياسي پارټئ او عادل راجا په سوشل ميډيا د کمپاين کوونکو سره مرسته کوي، پخوانۍ زنانه ايم اين اے او عادل راجا د پاکستان فوځ خلاف پوسټونو لپاره مواد ليږلي دي۔
تورن په خپل بيان کې زياته کړې چې په برتانيه کې يې د خپل يو ملګري له لارې عادل راجا او مخدوم شهاب الدين سره ليدلي، عادل راجا او سياسي ګوند يې د هېواد د ادارو پر ضد د کمپاين لپاره منظمه ډله جوړه کړې ده.
د ایف آی اې چارواکو په وینا ملزم واصف کاظمي هم عدالت ته د نفرت ډک مواد شریکولو نه بښنه غوښتې ده.