د وفاقي کابينې ځانګړې غونډه سبا بيا رابللې شوې

0
94

باغی ټی وی رپورټ

د وفاقي کابينې ځانګړې غونډه سبا بيا رابللې شوې
دسرچينو ترمخه د وفاقي کابينې غونډه به سبا سهار په پارليمنټ هاؤس کې کيږي چې پکې به دپارلمان دګډې غونډې په اړه په اړوندو چارو صلاح مشورې کيږي.

سرچينې زياته کړې، چې په ګډه ناسته کې به د ټاکنو اړوند د بوديجې د برابرولو په اړه دريځ تصميم ونيول شي او د قانوني کېدو پر مسايل به هم غور وشي.

ياده دي وي چي د وزيراعظم شهبازشريف په مشري کښي د وفاقي کابينې غونډه دوه ساعته جاري وه۔

دسرچينو ترمخه د وفاقي کابينې په غونډه کې دپنجاب دانتخاباتو لپاره دفنډ منظوري نۀ ده ورکړل شوې، وفاقي کابينې دپنجاب دانتخاباتو فنډونو معامله قومي اسمبلۍ ته دليږلو منظوري ورکړې ده، دپنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دفنډونو فيصله به پارليمنټ کوي. .

Leave a reply