قومي اسمبلۍ د سترې محکمې د طرزالعمل بل ۲۰۲۳ تصویب کړ او د تصویب لپاره یې د پاکستان ولسمشر ته واستاوه

0
123

باغی ټی وی رپورټ
پرون د ولسي جرګې ګډه غونډه جوړه شوه.

څو ورځې وړاندې قومي اسمبلۍ د سترې محکمې د طرزالعمل او طرزالعمل بل ۲۰۲۳ تصویب کړ او د تصویب لپاره یې د پاکستان ولسمشر ته واستاوه، خو پرون ولسمشر عارف علوي دغه بل د بیا کتنې لپاره پارلمان ته واستاوه.

اوس په دې اړه سبا د پارلمان ګډه غونډه رابلل شوې ده. د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ ترمخه د پارليمنټ ګډه غونډه به سبا د ماسپښين دوه بجې نه څلور بجې کيږي۔

بل لوري ته د وفاقي کابينې ځانګړې غونډه هم سبا بيا رابللې شوې او دا غونډه به سبا په پارليمنټ هاؤس کې کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د ولسي جرګې د ګډې غونډې د رابللو پر مسايلو سلا مشورې کېږي او د ټاکنو په تړاو د بوديجې د ورکړې په اړه به دريځ پرېکړه کېږي.

Leave a reply