د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي عمران خان ت په ذاتي توګه راغوښتې دې

باغي ټی وي رپورټ
د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال د نهې په ورځ د اپرېل په 11مه نېټه عمران خان په شخصي توګه طلب کړی دی.
قاضي ظفر اقبال نن سهار اته بجې عمران خان خپل عدالت ته رابللی دی.
د عدالت لخوا جاري شوي نوټس کې وئيل شوي چې که عمران خان عدالت ته حاضر نه شو نو د هغه خلاف به قانوني کاروائي کولى شي.
عمران خان ته د توشه خانې د مقدمې اورېدنې وخت ورکولو په درخواست د سمن نوټس جاري کړی شوی دی.
عدالت د کوهسار پوليس سټيشن تفتيش افسر ته د مکمل ريکارډ سره عدالت کښې د وړاندې کولو حکم هم ورکړے دے۔





