له لاهور څخه مدینې منورې ته د قامي ایرلاین (PIA) الوتنه PK747 د پنځلس ساعتونو څخه ډیر ځنډ وروسته هم الوتنه ونشوه
باغي ټي وی رپورټ
له لاهور څخه مدینې منورې ته د قامي ایرلاین (PIA) الوتنه PK747 د پنځلس ساعتونو څخه ډیر ځنډ وروسته هم الوتنه ونشوه.
د يادونې وړ ده، چې PK 747 ټاکل شوې وه، چې د شنبې په ورځ سهار نهه بجې الوتنه وکړي، خو تر اوسه يې الوتنه نه ده کړې او د غير معمولي ځنډ له امله مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.
په علامه اقبال نړيوال هوايي ډګر کې هم مسافرو احتجاج کړى دى.مسافر وايي چې د الوتنې د ځنډ له امله رياض ته د پرمټ د لغوه کېدو وېره ده، له پرون راهيسې ويل کېده چې الوتکه به د سهار له لسو او ١١ بجو وروسته وځي. د ډېرو مسافرو د عمرې جواز هم ختم شوی دی
بل خوا د پي آی اې اداره وايي، الوتکه کې د تخنیکي خرابۍ له امله الوتنه نه شي کولای، چې ډېر ژر به دغه نقص لرې شي او الوتکه به واستول شي.