د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو لمسي فاطمه بوټو ويلي، چې عمران خان د جنرال ضياء الحق د سياسي نظريې وارث دى
باغي ټي وي رپورټ
د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو لمسي فاطمه بوټو ويلي، چې عمران خان د جنرال ضياء الحق د سياسي نظريې وارث دى.
په یوه بیان کې فاطمه بوټو ویلي، چې د عمران خان په تړاو پر واټس اپ مقالې نه لیکي.
فاطمه بوټو وويل چې عمران خان د ضياء الحق د زوى سياسي ملګرى دى او د ضيا د سياسي نظريې وارث دى.
هغه وويل چې په خپل ژوند کې يې هيڅکله د دغه وحشيانه سياست په حق کې يوه کلمه هم نه ده ويلي او نه به يې بيا ووايي.