د پنجاب پخواني ګورنر او د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري سرور وئيلي دي چې د عامو انتخاباتو نه وړاندې صوبائي انتخابات به د ملک سالميت لپاره زهر وي
باغي ټي وی رپورټ
دبئي: د پنجاب پخواني ګورنر او د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري سرور وئيلي دي چې د عامو انتخاباتو نه وړاندې صوبائي انتخابات به د ملک سالميت لپاره زهر وي۔
متحده عرب اماراتو کښې د افطار ډنر نه پس ميډيا سره خبرو کښې د پنجاب پخواني ګورنر چوهدري سرور اوويل چې د ملک استحکام لپاره بايد عام انتخابات په شفافه توګه او په يوه ورځ ترسره شي۔
چوهدري سرور وويل چې يواځې په يوه صوبه کې ټاکنې به د ناامنۍ سبب شي، ټول سياسي ګوندونه دې د انتخاباتو په اړه مشورې وکړي.
په دې موقع د پنجاب پخواني ګورنر د مسلم ليګ (ق) لخوا سياسي ګوندونو ته د لويې ډيالوګ بلنه هم وركړه۔