د پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې د مسيحي ټولنې لخوا ايسټر نمانځلې کيږي
باغی ټی وي رپورټ
د پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې د مسيحي ټولنې لخوا ايسټر نمانځلې کيږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې عیسویان نن د ایسټر لمانځي ، د پاپ فرانسس سره په واتیکان ښار کې دعا او شمعې روښانه کوي.
په پاکستان کې هم په کلیساګانو کې د ایسټر مراسم او دعاګانې وشوې چې په ترڅ کې یې د هېواد د امنیت او سوکالۍ لپاره دعاګانې وشوې.
د لاهور په کيتډرل چرچ مال روډ کې يوه دعايي غونډه وشوه چې پکې پادري اليگزينډر جان ملک او د مسيحي ټولنې په گڼ شمير کې گډون وکړو.