د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان د بيان په غبرګون کې ويلي چې د بهرنۍ لابي شرکتونو غلامان د حقيقي ازادۍ لپاره جنګېږي بزدل هغه څوک دی چې ښځې او ماشومان د ډال په توګه کاروي او ځان د بسترې لاندې پټوي

باغي ټي وی رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان د بيان په غبرګون کې ويلي چې د بهرنۍ لابي شرکتونو غلامان د حقيقي ازادۍ لپاره جنګېږي بزدل هغه څوک دی چې ښځې او ماشومان د ډال په توګه کاروي او ځان د بسترې لاندې پټوي.
په يو بيان کې د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب په عمران خان نيوکې کړي او ويلي يې دي چې هغه بزدل دی چې د واک لپاره خپله لور نه مني. مريم اورنګزېب وويل، د ازادۍ په جګړه کې لومړى بزدل هغه دى چې پر مخ تور بکس اغوندي، بزدل هغه څوک دى چې د ښځو او ماشومانو ډال په توګه ځان تر بستره پټوي.
مريم اورنګزېب زياته کړه چې عمران خان د خپلې څوکۍ لپاره د هېواد خلاف سازشونه وکړل.





