په یمن کې د اوربند او سولې لپاره د عمان په منځګړیتوب خبرې اترې بریالۍ وې، دواړو خواوو پر اوربند موافقه وکړه
باغي ټي وی رپورټ
په یمن کې د اوربند او سولې لپاره د عمان په منځګړیتوب خبرې اترې بریالۍ وې، دواړو خواوو پر اوربند موافقه وکړه
د یمن رسمي سرچینې ادعا کوي چې د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ پر شپږ میاشتني اوربند هوکړه شوې ده.
د عربي رسنیو په وینا، د اوربند موخه د دوه کلن موقتي جوړښت په اړه د درې میاشتو خبرو اترو ته لاره هوارول دي.
د حوثي یاغیانو یوه چارواکي تایید کړې ده چې د سعودي عربستان له خوا خوشې شوي ۱۳ حوثي بندیان صنعا ته رسېدلي دي، مخکې له دې چې حوثي یاغیانو یو سعودي بندي خوشې کړي.
په دې خبرو کې د یمن د بندرونو او هوايي ډګرونو پرانستل، د ملکي مامورینو د معاشونو خوشې کول، د بیارغونې پروژې او د سیاسي انتقال په اړه خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې د مثبت پرمختګ نه وروسته عربي ایتلاف د فبرورۍ په میاشت کې پر یمن لګول شوي وارداتي بندیزونه نرم کړل چې وروسته د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې جنوبي بندرونو کې د مالونو تګ راتګ پیل شو.
د یمن حکومت وايي، اوس به ټولې سوداګریزې کښتۍ د عدن په ګډون د یمن په جنوبي بندرونو کې په مستقیم ډول لنگرند شي، د ډېرو شیانو پر واردولو بندیزونه لیرې شوي او اوس د سرې او بیټرۍ په ګډون ۵۰۰ ډوله توکي کولای شي. د یمن سویلي بندرونو ته راوړل کیدی شي