باغي ټي وي رپورټ
د چین وزارت خارجه ویاند په یو بیان کښې ویلي چې د اټلی وزیر خارجه سره ی ټیلیفوني خبرې شوی ، دوی امید څرګند کړې چې په افغانستان کښې به حالات یو ښه طرف روان شی او په افغانستان کښې به امن راشي.
دا خبرې د چین وزیر خارجه وانګ یی او د اټلي وزیر خارجه لویجي ډي مایو ترمینځ شوی چې په کښې د افغانستان په موجوده سیاسي بدلون باندې بحث شوې دې.
د چین وزارت خارجه ویاند وای چې دوی امید لري چې په افغانستان کښې حالت د امن و امان په طرف روان دې. دا خبره د یادونې ده چې چین هغه هیواد دې چې غواړي افغانستان هم په سي پیک کښې شامل کړي چې هم دا شان د پاکستان په ذریعه دوی یوبل سره وتړي او بیا افغانستان هم په دوی لویه منصوبه کښې شامل کړي چې ددې لوی منصوبې ګټې د افغانستان حکومت او عوام ته هم په لاس راشي.
په خبرو کښې په دې اهم مسله زور ورکړې شوې چې وس وخت راغلي چې د یوبل خبره واوریدل شی
دا هم د یادونې وړ ده چې په افغانستان کښې په طالبانو د نورې دنیا هیوادونو نه دباو دې چې دوی په افغانستان کښې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په افغانستان کښې ټولو سیاسی ګوندونو او مشرانو ته قبول وي
چین او اټلي د افغانستان په صورت حال خبرې کړي










Leave a Reply