د امریکا پۀ کلفورنیا آیالت کې د یوې الوتکې را غورځېدو پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي
د امریکا پۀ کلفورنیا آیالت کې د یوې الوتکې را غورځېدو پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي
د فاکس نیوز د خبر له مخې، چې د اور وژنې ټیم په دغه پېښه کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو داسې ویل کېږي چې کېدای شي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.
(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا په کالیفورنیا کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د فاکس نیوز د خبر له مخې، چې د اور وژنې ټیم په دغه پېښه کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو داسې ویل کېږي چې کېدای شي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.
ځایي چارواکي وایي، چې په پېښه کې دوه نور کسان سخت سوځېدلي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې له کبله په سیمه کې څو کورونه هم سوځېدلي دي.
د دغې پېښې د رامنځته کېدلو سبب تر اوسه ندی څرګند؛ خو پۀ امریکا نورو پر مخ تللیو دولتونو کې ډیری وخت ورته پېښې د الوتکو د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.