کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له لورې نیول شوی برتانوي تن خبریال نه؛ بلکې د هغه هیواد پوځي مامور دی.

کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له لورې نیول شوی برتانوي تن خبریال نه؛ بلکې د هغه هیواد پوځي مامور دی.
8 اپریل شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست ځواکونو لخوا د جنورۍ پر ۱۱ مه نېټه کابل کې یو برتانوي تبع شخص نیول شوی.
د یاد برتانوي شخص د نیولو په اړه حریت راډیو داسې شواهد او معلومات ترلاسه کړي، چې کوین کورنول، چې د جنورۍ پر ۱۱ مه نېټه کابل کې د استخباراتو لوی ریاست ځواکونو لخوا نیول شوی، نوموړی خبریال نه دی، بلکې د بریتانیا هغه پوځي سرتېری دی، چې اشغال پر مهال یې هلمند ولایت کې ماموریت ترسره کاوه.
ترلاسه شویو تصویرونه کې ښکاري، چې نوموړي د اشغال پر مهال په بېلابېلو سیمو کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې جنګي ماموریتونه ترسره کړي دي.
وړمه ورځ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي حریت راډيو ته ویلي و، چې کوین کورنول او یو بل بریتانوي وګړی کابل کې د غیري قانوني او ممنوعه وسایلو ساتلو په تور نیول شوي دي.
سرچینې دا هم ویلي و، که چیرې نیول شوي کسان قانون له مخې مجرمین وګڼل شي، نو له درنې سزا سره به مخ شي.
اړوند موضوعات
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت توند غبرګون هم دا جوته کوي، چې کوین کورنول عادي وګړی نه دی، د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د دوی نیولو غبرګون ویلي و، چې سختې هڅې کوي، چې نوموړو سره اړیکه ونیسي او ځای یې معلوم کړي.






