د آشيانه هاؤسنګ ريفرنس کښې د شهباز شريف او نورو ملزمانو د بري لپاره درخواستونه جمع کړے شوي دي

باغي ټي رپورټ
لاهور: د آشيانه هاؤسنګ ريفرنس کښې د شهباز شريف او نورو ملزمانو د بري لپاره درخواستونه جمع کړے شوي دي۔
د آشيانه هاؤسنګ ريفرنس کښې وکيل امجد پرويز د وزيراعظم شهباز شريف، احد چيمه او فواد حسن فواد د بري لپاره درخواستونه جمع کړي وو۔
درخواستونو کښې دريځ خپل کړے وو چې د نيب په تحقيقاتي رپورټ کښې تر اوسه هيڅ کرپشن ثابت نه شوے، نيب په ضمني تحقيقاتي رپورټ کښې بې ګناه اعلان کړے دے۔
په درخواستونو کې د شواهدو د نشتوالي له امله د ريفرنس نه د برطرفه کولو غوښتنه شوې ده.





