وزيراعظم شهباز شريف د کالعدم تنظيم د بنسټ ايښودونکي نيولو لپاره آئي ايس آئي ته په کامياب آپريشن مبارکي ورکړې ده

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د کالعدم تنظيم د بنسټ ايښودونکي نيولو لپاره آئي ايس آئي ته په کامياب آپريشن مبارکي ورکړې ده۔
په ټويټر يو بيان کې وزيراعظم شهباز شريف د کالعدم بلوچ نيشنل ارمي د بنسټ ايښودونکي گلزار امام د نيولو دپاره د انټر سروسز انټليجنس (آئي ايس ائي) د کاميابۍ د عملياتو مبارکي ورکړې ده.
وزيراعظم وويل دا اپريشن زمونږ د ادارو د شانداره پروفيشنلزم ثبوت دى، دغه نيول به په بلوچستان کې د تندلاريتوب په ځپلو او د امن د نوي دور په شروع کولو کې مرسته وکړي.





