د خېبرپښتونخوا نګران حکومت د صحت محکمي يو لوړ رتبه افسر ډاکټر جمال ناصر چې د کرپشن په مقدمه کې تورن شوی وو د ډي جي صحت په توګه ټاکلی دی

0
176

باغی ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا نګران حکومت د صحت محکمي يو لوړ رتبه افسر ډاکټر جمال ناصر چې د کرپشن په مقدمه کې تورن شوی وو د ډي جي صحت په توګه ټاکلی دی.

د خيبرپښتونخوا د صحت محکمي لخوا جاري شوي اعلاميه ترمخه ډاکټر جمال ناصر د صحت نوي ډي جي مقرر کړے شوي دي

د فبرورۍ په میاشت کې د روغتیا څانګې لخوا د ډاکټر جمال ناصر په ضد د انکوائري نوټس هم جاري شوی و چې د فاټا د روغتیا سکتور د اصلاحاتو یونټ پخوانی مشر په توګه د کرپشن تور دی.

د دې تقررۍ په اړه چې کله د صحت د څارنې سلاکار ډاکټر عابد جمیل سره تماس ونیول شو نو هغه وویل چې د نوي ډي جي صحت لپاره په مختلفو نومونو غور شوی دی، د ډاکټر جمال خلاف انکوائري ممکن جدي نه وي.

د خېبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي ډي جي صحت ډاکټر جمال ناصر جيو نيوز سره خبرو کې ويلي دي چې په ۲۰۱۳م کال کې د هغه وخت انکوائري روانه ده چې هغه په ​​فاټا کې په ۲۰۱۳م کال کې تعینات وو.

ده ووئيل ما د انكوائرې په اړوند د ټولو تورونو ځواب وركړے دے ولې تر اوسه انكوائري بشپړه شوې نه ده د فهم نه ده۔

هغه وويل، پروژه په موقتي توګه کارمندان استخداموي، د پروژې د استخدام او دولتي دندې تر منځ بنسټيز توپير شته.

Leave a reply