د پاکستان تحریک انصاف خیبر پښتونخوا د سوشل میډیا ټیم اپریشنز مشر بلال احمد خان له خپلې دندې استعفا کړې

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف خیبر پښتونخوا د سوشل میډیا ټیم اپریشنز مشر بلال احمد خان له خپلې دندې استعفا کړې، نوموړي په یوه ویډیويي بیان کې له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.
څو مياشتې وړاندې بلال احمد چې د پي ټي آئي خيبر پښتونخوا د سوشل ميډيا ټيم اپريشن مشر شو په خپل يو ويډيو بيان کښې وئيلي وو چې ماته د پي ټي آئي لخوا د سوشل ميډيا ټيم د اپريشن مشري ورکړې شوې وه ولي شخصي او سوداګریز مصروفیتونه، زه د مور او پلار روغتیا ته په پام سره استعفا ورکوم.
د بلال احمد په استازیتوب یو بیان هم لیکل شوی چې پکې هغه ویلي چې ما په فیسبوک کې په غلطۍ او ناپوهۍ ځینې پوسټونه کړي، زه د خپلو پوسټونو له امله بښنه غواړم، زه د راتلونکي پاکستان د ادارو خلاف پوسټ نه کوم.
په بیانیه کې بلال احمد زیاته کړې چې هغه د پوځ په شمول ټولو ادارو ته قدر ورکوي او دا کار به جاري ساتي.






