وفاقي وزير احسن اقبال وايي عمران خان د طالبانو لپاره د نرم کارنر پاليسۍ سياسي مشر و.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره خبرو کې احسن اقبال وويل عمران خان د طالبانو سره د نرمۍ پاليسۍ په دې فکر کې اخستې چې د هغوي په ذريعه به خپلو مخالفانو ته په راتلونکو انتخاباتو کې د کمپاين کولو نه منع کوي.
ده ووئيل چې د دې پالېسۍ تر شا د عمران شر منصوبه ده چې په دې توګه په انتخاباتو كښې په آسانۍ سره ترلاسه كولې شي۔
د دې نه علاوه احسن اقبال وويل د سپريم کورټ د سينئر ججانو فيصلې د جونيئر ججانو د يوې خاصې ډلې لخوا ورکول کيږي۔
ده ووئيل په سپريم کورټ كښې په عملي توګه مارشل لا نافذ ده، مونږ اوس هم دا وړانديز لرو چې د پاكستان چيف جسټس دې د سترې محكمې غونډه راوبللې شي۔
تر دې مخکې عمران خان ویلي و چې حکومت یې غواړي په افغانستان کې زرګونه طالبان بېرته پاکستان ته ولېږي.





