د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو د توشه خانه کيس کښې پخواني وزيراعظم عمران خان ته نن سهار اته نيمې بجې په ذاتي توګه طلب کړې دې

0
116

باغي ټی وی رپورټ

د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو د توشه خانه کيس کښې پخواني وزيراعظم عمران خان ته نن سهار اته نيمې بجې په ذاتي توګه طلب کړې دې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نه حاضرېدو په صورت کې به قانوني چلند وشي.

د عمران خان په ضد د مقدمې اورېدنه نن د اسلام آباد په دوه بېلو عدالتونو کښې کېږي.د توشه خانې د مقدمې اورېدنې د اليکشن کمېشن په غوښتنه د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال په عدالت کښې دلائل وغوښتل شول.

د توشه خانې د مقدمې راتلونکې اورېدنه د اپرېل په ۲۹مه نېټه ټاکل شوې ده، خو اليکشن کمېشن د عدالتي کاروايي د ځنډېدو له کبله د اورېدنې د وخت د ژر ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

د نهې په ورځ به د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرې بي بي په ضد د ناقانونه واده په تور د مقدمې اورېدنه هم نن کېږي.

درخواست کونکی محمد حنيف به د خپل وکيل رضوان عباسي سره د جوډيشل مجسټرېټ نصر من الله بلوچ په عدالت کې حاضر شي.

د اسلام اباد یو اوسېدونکی محمد حنیف د خپل درخواست سره عدالت ته د عمران خان د نکاح خوانه مفتی محمد سعید خان بیان جمع کړی او غوښتنه یې کړې چې د اختر په ورځو کې د واده کولو په تور د تحریک انصاف چیئرمېن او د هغه د مېرمنې بشری بی بی په ضد دې د مقدمې درج کړی شی. د 496 لاندې ونیول شي.

Leave a reply