که د ټاکنو لپاره پوځ شتون ونلري، د پنجاب پولیس به د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره ظرفیت ونه لري: وفاقی وزیر داخله

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دا اوس په کاڼي کرښه ده چې پنجاب کې په ٩٠ ورځو کې انتخابات نۀ شي کيدلى.
د جیو نیوز په پروګرام نیا پاکستان کې د کورنیو چارو له وزیر رانا ثناء الله نه پوښتنه شوې چې ایا د ملي امنیت په کمېټه کې د درې کسیزې بېنچ په حکم غور شوی دی؟ هغه د کوم واضح ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.
خو د کورنيو چارو وزير وويل، چې کله د سترې محکمې حکم نه وي، نو د کومې پرېکړې ملاتړ او تعقيب بايد وشي، که څه هم په دې کې شک و، چې جسټس اطهر من الله تفصيلي پرېکړه کړې او هر څه روښانه شوي دي. عدالت بېنچ جوړ کړ، د څلور او درې په اکثريت يې خارج کړل شو، اوس فيصله وجود نه لري، د درې کسيزه بنچ فيصله اقليت ده، په دې عمل نه شي کولے.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې دجسټس اطهر من الله فيصلې وروستو بايد اليکشن کميشن هم په پنجاب کې دانتخاباتو په فيصله له سره غور وکړي، داقليتونو په فيصله عمل نۀ شي کيدى.
هغه زیاته کړه که د ټاکنو لپاره پوځ شتون ونلري، د پنجاب پولیس به د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره ظرفیت ونه لري.






