د سندهـ په جيلونو کې بندي ۲۰۸ افغانان خوشي شول

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد پر خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ په هڅو د پاکستان د سند صوبې له زندانونو ۲۰۸ افغانان خوشي شوي دي. .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په وینا، خوشي شوي افغانان به د افغان سفارت په لګښت خپل هېواد ته ستانه شي.






