د پنجاب فوډ ډيپارټمنټ مردانکي او صادق آباد کښي کاروائي دوران په زرګونو بوري بوري برآمد کړي دي

0
152

باغي ټي وی رپورټ
د پنجاب فوډ ډيپارټمنټ مردانکي او صادق آباد کښي کاروائي دوران په زرګونو بوري بوري برآمد کړي دي.

د خوراک محکمي ترمخه لاهور سره نزدې مریدکے کښې د اوړو د کارخانې په څلورو ګودامونو چاپه وهلې شوې چې پکښې د اتلس کروړه روپو په ارزښت ۳۰ زره بورۍ بورې برآمد شوې دي.

دويم عمليات په صادق اباد کې په يوه کارخانه کې شوي چې پکې د وريجو د بوريو تر منځ پټ شوي شپږ زره بورۍ بورې نيول شوي دي.

د خوراک سيکرټري زمان ويټو وايي د بورې دغه بورۍ په غير قانوني توګه ذخيره کړې شوې وې، غير قانوني ذخيره کوونکي او سمګلر به عدالت ته راوستل شي، د مل انتظاميې په ضد مقدمه درج کړې شوې او مل سيل کړی شوی دی.

د خوراکي توکو د سکرتر د معلوماتو له مخې، دغه بوره افغانستان ته په قاچاقي ډول وړل کېده، چې د دې بورې ارزښت څلور کروړه روپۍ دی.

Leave a reply