په بلوچستان کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د بارانونو له امله لوېدیځ بادونه له صوبې وتلي دي

باغي ټي وي رپورټ
کوټه: په بلوچستان کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د بارانونو له امله لوېدیځ بادونه له صوبې وتلي دي.
د کوټې، هرنايي، کوهلو، قلعه عبدالله او زیارت په ګډون په یو شمېر سیمو کې د ناڅاپه بارانونو له امله لوېدیځ بادونه اوس له بلوچستان وتلي دي.
د هوا پېژندنې ادارې وايي، د شنبې په ورځ د صوبې په زياترو ضلعو کې هوا وچه او د ګرمۍ د شدت د زياتېدو امکان دی، په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ د صوبې په ميداني او ساحلي سيمو کې د تيزو بادونو د چلېدو امکان دی.