د پاکستان د سیند ایالت څخه نیږدې ۲۱۰تنه افغان بندیان آزاد او د افغان سفارت په مصارفو خپل هیواد ته واستول شول

0
189

باغی ټی وی رپورټ

7 اپریل جمعه 2023

په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد سفارت په هڅو له پاکستاني زندانونو څخه د افغان بندیانو د خلاصون په لړ کې نن ورځ یو ځل بیا ۲۰۸ تنه افغان بندیان آزاد شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې نن جمعه، د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د حمل ١٨ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته واستول شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ٢٠٠٠ تنو زیات افغان بندیان اسلامي د امارت په هڅو ازاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.

Leave a reply