پاکستان د متحده عرب اماراتو سره د مشترکو مفادو په ټولو شعبو کې د خپلو تعلقاتو د لا مضبوطولو لپاره ژمن دی. د سېنېټ چيئرمېن
باغي ټي وی رپورټ
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره اسلام آباد كښې د متحده عرب اماراتو سفير حمد عبيد ابراهيم الزابي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو٬ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ژورو وروروليو خبرې وشوې۔ بحث شوی
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د پاكستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د تېرو پنځو لسيزو راهسې نزدې ورورګلوۍ اړيكې دي كومې چې په شريكو اقدارو او كلتور تړلې دي۔ پاکستان د متحده عرب اماراتو سره د مشترکو مفادو په ټولو شعبو کې د خپلو تعلقاتو د لا مضبوطولو لپاره ژمن دی.
د سېنېټ چیئرمېن د متحده عرب اماراتو او پاکستان ترمېنځه د اقتصادی او مالیاتی تعلقاتو د لا پراختیا او پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ.صادق سنجرانی وویل چې متحده عرب امارات د پاکستان تر ټولو لوی تجارتی شریک دی. او په منځني ختیځ کې د پانګې اچونې یوه لویه سرچینه ده او لاهم د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو اقتصادي همکاریو لپاره ډیر فرصتونه شتون لري.
د متحده عرب اماراتو سفير د موجوده حکومت لخوا د پاکستان د پرمختگ په بنياد د اقتصادي پاليسيو ستاينه وکړه.