د ملي امنیت کمیټې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو پر دوام او ګړندۍ کولو هوکړه کړې ده
باغي ټي وی رپورټ
د ملي امنیت کمیټې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو پر دوام او ګړندۍ کولو هوکړه کړې ده
د قامي سلامتيا كمېټۍ 41مه غونډه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې دوه ساعته يې دوام وكړ٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې ډي جي آئي اېس آئي، ډي جي آئي بي، ډي جي ايم آئي او ډي جي ايم او او نورو سېكترانو او ملكي چارواكو ګډون وكړو۔ چارواکي وو
د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې د هېواد په امنيتي او اقتصادي صورتحال غور وشو، د خزانې وزير اسحاق ډار د پاکستان د موجوده امنيتي وضعې او د ترهگرو په ضد د روانو عملياتو په اړه د غونډې برخوالو ته بريفنګ ورکړ، ډي جي آئي ايس آئي هم د پاکستان په اقتصادي صورتحال تفصيلي بريفنګ ورکړو په غونډه کې د ترهگرۍ په ضد د عملياتو په دوام او په دې لړ کې د تېزېدو په اړه پرېکړه وشوه، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ترهگرو په وړاندې به د صفر زغم تګلاره روانه وي.
تر دې وړاندې په وزيراعظم هاؤس کې غير معمولي فعاليتونه د قامي سلامتيا کميټۍ تر غونډې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف سره د امريکې سفير ډونلډ بلوم مهمه ملاقات کړې وه، د وزيراعظم د وينا له مخې شهباز شريف د امريکې سره د سمدستي معاهدې په اړه مرسته غوښتې وه. د آی ایم ایف، د امریکا سفیر هم د پاکستان له صدراعظم سره د پاکستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې. بل لوري ته دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير اؤ ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرل نديم احمد انجم وزيراعظم سره ليدنه کړې ده، په دغه ليدنه کې دملکي اؤ داخلي سلامتيا په چارو اؤ دپاک پوځ په مسلکي اؤ عملياتي چارو خبرې اترې شوي دي. بحث شوی،