حساسې ادارې د اهل سنت والجماعت د مشر مولانا سلیم خاطري په وژنه کې ککړ دوه هدفي قاتلان نیولي دي

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: حساسې ادارې د اهل سنت والجماعت د مشر مولانا سلیم خاطري په وژنه کې ککړ دوه هدفي قاتلان نیولي دي.
دسرچينو له مخې حساسې ادارې دښار په بيلا بيلو سيمو کې عمليات ترسره کړي او دوه هدفي قاتلان يې نيولي دي.
دسرچينو له مخې نيول شوي کسان په نيو کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت د مشر مولانا سليم خاطري په وژنه کې ککړ دي.
سرچينې وائي چې د سي سي ټي وي فوټيج په مرسته ملزمان پيژندل شوي اؤ نيول شوي دي، د هدفي وژنو په پيښو کې هم هدفي وژنې شامل دي.






