د بلوچستان حکومت له خوا له ولسوالیو څخه د غنمو پر ایستلو د بندیز له امله په صوبه کې د غنمو د کمښت بحران یو ځل بیا پیل شو

0
182

باغی ټي وی رپورټ
کوټه: د بلوچستان حکومت له خوا له ولسوالیو څخه د غنمو پر ایستلو د بندیز له امله په صوبه کې د غنمو د کمښت بحران یو ځل بیا پیل شو.

د بلوچستان حکومت د خوراکي توکو اداره په دې ورځو کې د یو میلیون بورۍ غنمو په پېرلو بوخته ده، چې د همدې هدف لپاره صوبايي حکومت د نصیر آباد، کوچیانو، جهل مګسي په ګډون ګڼو ولسوالیو ته د غنمو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

له ولسواليو څخه د غنمو په راايستلو د بنديز له امله په دغه ولايت کې د غنمو د کمښت بحران يو ځل بيا جدي شوى دى.

د اوړو کارخانې د غنمو د کمښت له امله تړلي دي او وېره شته چې په اختر کې به د اوړو بیې نورې هم لوړې شي.

Leave a reply