د لاهور هايي کورټ په ښار کې تر اختر پورې یوې بجې پورې دوکانونو ته د پرانستې اجازه ورکړې ده

0
95

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هايي کورټ په ښار کې تر اختر پورې یوې بجې پورې دوکانونو ته د پرانستې اجازه ورکړې ده.

د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم د سموګ د مخنيوي په اړه د درخواست اورېدنه کړې چې پکې عدالت د ونو پرې کولو په ضد مقدمې درج کولو حکم کړی دی.

محکمې ویلي، چې په امریکا کې هېڅوک هم په خپل کور کې یوه ونه هم نه شي پرې کولای، د ۲۰۲۰ کال په سروې کې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د کمېدو مخه نیول شوې وه.

عدالت د واسا محکمي ته دا هم حکم ورکړو چې د زمکې لاندې د اوبو سطحه دې بيا وڅېړي او د رنګ روډ ادارې ته د نباتاتو لګولو پلان هم وړاندې کړي.

د دې نه علاوه عدالت د سیف سټي کیمرې د فایبر آپټیکس لاینونو سره د نښلولو او په ښار کې د ونې د کرلو امر هم کړی چې د ګردو کچه کمه کړي.

عدالت د اپرېل تر 14مې نېټې پورې اورېدنه وځنډوله او په ښار کې يې بازارونه د اختر تر 1 بجو پورې د خلاصېدو اجازه ورکړه.

Leave a reply