پخواني لومړي وزیر عمران خان ته ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي، د عمران خان پر ضد بله مقدمه وفاقي پلازمينه اسلام اباد کې درج شوې ده

باغی ټي وی رپورټ
پخواني لومړي وزیر عمران خان ته ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي، د عمران خان پر ضد بله مقدمه وفاقي پلازمينه اسلام اباد کې درج شوې ده
د عمران خان په ضد په رامنا پولیس سټیشن کښې یو بل مقدمه درج شوې ده.د ایف آئي آر ترمخه د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان په یوه مرکه کښې د حساسې ادارې د یو افسر په اړه توهین آمیز الفاظ استعمال کړي وو. د حساسو ادارو د مختلفو افسرانو نومونه په اخستلو سره د هغه د بدنامولو کوشش شوی، ایف آئي آر کښې ویل شوي چې عمران خان سوشل میډیا هم د مذموم مقاصدو لپاره استعمالوي. د عمران خان دا کړنه د هیواد او ریاست سالمیت ته ګواښ دی.
د مقدمې له مخې عمران خان په خپلو ویناوو سره په پوځ، مختلفو ډلو او طبقو کې ګډوډي خپره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د عمران خان په ضد تر دې وړاندې هم څو مقدمې درج شوې دي چې عمران خان دا مهال په ضمانت خوشي شوی دی.





