پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې هغه د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ د فيصلې په ضد د قومي اسمبلۍ د منظور شوي قرارداد په حق کښې دے

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې هغه د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ د فيصلې په ضد د قومي اسمبلۍ د منظور شوي قرارداد په حق کښې دے.
تيره ورځ قامي اسمبلۍ د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ په ضد يو قرارداد منظور کړو۔
د بلوچستان نه د قامي اسمبلۍ غړي خالد مګسي په ايوان کې د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ د پرېکړې په ضد يو قرارداد جمع کړ چې په اکثريت رايو سره منظور شو.
د مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف دا بيان هم په قومي اسمبلۍ کې د درې کسيز بنچ د پرېکړې په ضد قرارداد منظورولو وروستو مخې ته راغلى. په لندن کې نوازشريف دفتر ته له تللو وړاندې خپل اقامت کارکونکو ته وينا وکړه
چې په ترڅ کې يې د درې کسيز بينچ د پرېکړې په ضد د قرارداد د منظورۍ په اړه پوښتنه وشوه.
دپوښتنې په ځواب کې نوازشريف وويل هغه دقرارداد په حق کې دى، پارليمنټ دغه قرارداد په کامله توګه منظور کړى دى.
هغه وويل پارلمان ته بايد وويل شي چې دا يوه ستره اداره ده.






