پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د اختر نه پس د انتخابي جلسو د شروع کولو فيصله کړي ده

0
198

باغي ټی وی رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د اختر نه پس د انتخابي جلسو د شروع کولو فيصله کړي ده۔

تيره ورځ د پارټۍ صدر او د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د عمران خان سره وليدل چي پکښي دوي د پنجاب په سياسي صورتحال او د پارټئ ټکټونو د تقسيم په اړه صلاح مشوري کړي دي۔

دسرچينو له مخې په دې موقع عمران خان وويل چې دعوامي سمندر وارداتي حکمرانانو ته ستوري ښودل شوي دي.

ده ووئيل چې د نا اهلۍ ريفرنس د هغو كسانو په ضد دائر كړے شو كوم چې غير آئيني قراردادونه راوړي، خلك دې د عدليې د تحفظ لپاره په لارو كوڅو ته راووځي، د اساسي قانون د ساتنې لپاره دې له اختر نه وروسته انتخاباتي جلسې پېل كوم۔

بل اړخ ته چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې غير آئيني قراردادونه د سپريم کورټ د حکم عملي کيدو مخه نه شي نيولې۔

ده ووئيل چې د حكومت ښه دا ده چې خپله بې بنياده او غير آئيني تګلاره پرېږدي٬ نواز شريف په لندن كښې ناست د متحده قامي مومنټ د بنسټګر په نقش قدم روان شوي دي٬ مريم نواز٬ رانا ثنا او د قانون وزير په حكومت او اولس نيوكې كړې دي۔ PDM تړلې کوڅې ته وغورځول شو.

Leave a reply