دپبلک اکاؤنټس کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان د سپريم کورټ د پلټنې په اړه پوښتنې کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: دپبلک اکاؤنټس کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان د سپريم کورټ د پلټنې په اړه پوښتنې کړي دي.
په قومي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال نور عالم خان وويل د سپريم کورټ د کال 2010 راهسې آډټ نه دی شوی، د کوم قانون لاندې چيف جسټس آډټ نه کوي او د کوم قانون لاندې تنخواګانې زياتول کيږي؟
چيئرمېن پي اے سي اوويل چې ملک په غريبۍ روان دے او دا خلق د پلاټونو تر شا جنګيږي، د بھاشا ډيم لپاره څومره پيسې جمع شوې او لګولې شوې دي، دوي د ډيم فنډونو پلټنې غواړي۔
نور عالم خان وويل، ادارې د سټيټ بانک د فنډ د جزئياتو له ورکولو ډډه کړې ده.