د امریکا اولس مشر بایډن اوس هم په دې باور دی، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه بالکل سمه وه
باغي ټي وی رپورټ
د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپور خپور کړ.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، سپینه ماڼۍ وايي، داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي، چې ډېر وخت، زیاتې مرستې او یا هم د امریکا زیاتې مرستې دې له افغان وضعیت څخه د وتلو کومه بله لار پیدا کړي، خو ولسمشر بایډن اوس هم په دې باور دی، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه بالکل سمه وه.
د راپور په لنډیز کې سپینه ماڼۍ وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا متحد او یا هم په نړیواله کچه د امریکا دریځ کمزوری نهکړي.
په راپور کې راغلي چې د ټرمپ د ادارې پرېکړې او د عمل پلان نشتوالي د بایډن د ادارې واکونه محدود کړي او په هغه سرعت چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی دا ښيي چې د دوه نیم زره سرتېرو په لرلو سره سوله نه شي راتلای.
د سپینې ماڼۍ په وینا، له افغان ځواکونو له وتلو وروسته امریکا اوس له هر هغه ځای څخه وتلو ته ترجیح ورکوي، چې امنیتي وضعیت خراب وي، د افغان ځواکونو له وتلو څخه په اوکراین او ایتوپیا کې هم درس اخیستل شوی دی.
باید وویل شي چې امریکا په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د ناکامۍ له امله په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.