قومي اسمبلۍ د سترې محکمې د درې کسيزه بنچ په ضد قرارداد منظور کړ

0
386

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: قومي اسمبلۍ د سترې محکمې د درې کسيزه بنچ په ضد قرارداد منظور کړ

د بلوچستان نه د قامي اسمبلۍ غړي خالد مګسي په ايوان کې د سپريم کورټ د درې کسيزه بنچ د پرېکړې په ضد يو قرارداد جمع کړ چې په اکثريت رايو سره منظور شو.

په قرارداد کې د درې کسيز بنچ پر ځاى د دې قضيې د اورېدو غوښتنه شوې ده. په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې ايوان په سياسي چارو کې د عدالتي مداخلې په اړه خپله اندېښنه څرګندوي، د اقليتونو وروستۍ پرېکړې په هېواد کې سياسي بې ثباتي رامنځته کوي، په وفاق کې د وېش لاره هواره شوې ده، دغه ايوان د دغه قانون ملاتړ کوي. درې کسیز اقلیت پریکړه ردوي او لومړی وزیر یې پابندوي چې پریکړه نه پلي کوي.

قرارداد کښې وئيلي شوي دي چې ايوان عام انتخابات په يو وخت کښې د سياسي او اقتصادي استحکام لپاره د ستونزو حل ګڼي، ايوان د درې کسيزه بنچ د اقليتي فيصلې رد کړي او د فيصلې په بيا ليکلو د سختې اندېښنې څرګندونه کوي۔

په پرېکړه ليک کې د سترې محکمې د بشپړې محکمې د بيا کتنې غوښتنه شوې ده.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې وفاقي کابينې هم د ټاکنو په اړه د سپريم کورټ پرېکړه رد کړې وه.

وفاقي کابينې د انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ فيصله د پارليمان د قرارداد سره په ټکر کې بللې وه.

Leave a reply