پيښور يونيورسټئ کښي د سکيورټي سپروائزر ثقلين بنګش د وژلو نه پس د تيري مياشتي راهسي د استاذانو هړتال روان دے

0
77

باغی ټی وی رپورټ

پيښور يونيورسټئ کښي د سکيورټي سپروائزر ثقلين بنګش د وژلو نه پس د تيري مياشتي راهسي د استاذانو هړتال روان دے

د پيښور پوهنتون وائس چانسلر د استاذانو هړتال ختمولو او د کلاسونو چلولو لپاره د يونيورسټئ ريټائرډ فکلټيو او پي ايچ ډي سکالرانو نه د خدمات اخستو فيصله کړي ده۔

د يونيورسټۍ انتظاميې ترمخه د ريټائرډ استاذانو او پي ايچ ډي سکالرانو د رجسټريشن لپاره اپليکېشن جوړ کړے شوے دے۔

د پوهنتون اداره وايي، استادانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پوهنتون کې له ټولګیو بایکاټ کړی، استادان دې خپل احتجاج پای ته ورسوي او صنفونه دې پرانیزي، که نه تقاعد شوي مامورین به ټولګي واخلي.

د يونيورسټۍ انتظاميې ترمخه بيوروکريټس او نورو افسرانو په يونيورسټۍ کښې د کلاسونو اخستو خواهش څرګند کړې دې۔

وائس چانسلر ووئيل چې د پي اېچ ډي سکالرانو فيس به د کلاسونو اخستلو په معاوضه کښې ايجسټ کړے شي او ريټايرډ استاذانو ته به هم د يونيورسټي قانون مطابق معاوضه ورکولے شي۔

بل لوري ته د پيښور يونيورسټۍ ټيچرز ايسوسي ايشن وايي چې د دريم او څلورم ټولګي ملازمان چې ټولګي خلاصوي او صفا کوي هم زمونږ سره په احتجاج کښې شامل دي۔

پیوټا وايي چې وائس چانسلر د احتجاج ختمولو لپاره ناکامه هڅه کوي، موږ د ماشومانو د تعلیم په اړه هم اندیښمن یو ځکه چې موږ باید دا کورسونه بشپړ کړو.

د PIUTA چارواکو وینا ده چې وائس چانسلر په یونیورسټۍ کښې د هاسټل سیکیورټی سپروائزر ثقلین بنګش د وژنې تحقیقات هم نه دی کړی.

Leave a reply