د پارليمان د پبلک اکاونټس کميټۍ (پي اے سي) د پخواني آرمي چيف د کورنۍ ته د لاس رسي د مسئلې نوټس اخستې دې
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/04/download-31.jpg)
باغی ټی وی رپورټ
د پارليمان د پبلک اکاونټس کميټۍ (پي اے سي) د پخواني آرمي چيف د کورنۍ ته د لاس رسي د مسئلې نوټس اخستې دې
اسلام آباد: د پارليمان د پبلک اکاونټس کميټۍ (پي اے سي) د پخواني آرمي چيف د کورنۍ ته د لاس رسي د مسئلې نوټس اخستې دې۔
د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې د پبلک اکاونټس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکښې د پخواني آرمي چيف د کورنۍ ډيټا ته د لاسرسي په مسئله غور وشو۔
پي اے سي په سمدستي توګه چيئرمېن نادرا په دې معامله غونډه ته راوبللې۔
د کميټۍ غړي مشاهد حسين سيد وويل چې په دې معامله کې د ککړو نادرا افسرانو خلاف کاروائي شوې ده.
د کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان وئيلي دي چې دوي غواړي چې د دې ډيټا ليک تر شا اصل کس دې په ډاګه شي .