پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د اپريل په څلورمه نيټه د وفاقي کابينې د غونډې تصديق شوي تفصيلات وړاندې کولو لپاره خط ليکلي دي

0
83

باغی ټی وی رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د اپريل په څلورمه نيټه د وفاقي کابينې د غونډې تصديق شوي تفصيلات وړاندې کولو لپاره خط ليکلي دي۔

د پي ټي آئي رهنما فرخ حبيب لخوا سيکرټري کابينې ډويژن ته يو خط ليکلې شوې دې چې پکښې د څلورم اپريل د وفاقي کابينې د غونډې د ايجنډا، کارروائيو او پريکړو تفصيلات غوښتل شوي دي۔

سيکرټري کابينې ډويژن ته په ليکل شوي خط کې وئيلي شوي دي چې د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کې درې کسيزه بينچ د اپريل په څلورمه نيټه د آئيني درخواست نمبر 5/2023 په اړه خپله فيصله اورولې ده او وئيل شوي چې وفاقي حکومت د سترې محکمې پرېکړه رد کړه.

فرخ حبیب لیکلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې باید ټول تصدیق شوي توضیحات وړاندې شي، د اساسي قانون ۱۹مه ماده اتباعو ته د تصدیق شویو معلوماتو د لاسرسي اساسي حق ورکوي.

Leave a reply