د هوايي ډګر امنيتي ځواکونو د فيصل آباد په هوايي ډګر کې د عملياتو په ترڅ کې د يو مسافر چې بحرين ته د تللو په حال کې و، له قبضې څخه نشه يي توکي ترلاسه کړل

0
84

باغی ټی وی رپورټ
د هوايي ډګر امنيتي ځواکونو د فيصل آباد په هوايي ډګر کې د عملياتو په ترڅ کې د يو مسافر چې بحرين ته د تللو په حال کې و، له قبضې څخه نشه يي توکي ترلاسه کړل.

د اې اېس اېف وياند ترمخه مسافر محمد رانجها بحرېن ته د تللو لپاره د فيصل اباد هوايي ډګر ته رسېدلی وو او د اې اېس اېف عملې د پلټنې پر مهال په کڅوړه کې نشه يي توکي په ګوته کړل.

مسافر په هوښیارۍ سره نشه يي توکي د کڅوړې په لاندې کې پټ کړي وو، خو د ASF پرسونل د سامان د تلاشۍ په ترڅ کې د 1,850 کیلوګرامه آیس هیروین په ترلاسه کولو سره د قاچاق هڅه ناکامه کړه.

د لومړنيو پلټنو نه پس ملزم نيولي شوي نشه يي مواد سره د نورو قانوني کاروائي لپاره اے اين ايف چارواکو ته سپارلي دي۔

Leave a reply