مسلم ليګ (ن) د فيصل آباد حلقه اين اے 108 کښې د اپرېل په 30مه نېټه په ضمني انتخاباتو کښې د ګډون نه کولو فيصله کړې ده

0
97

باغی ټی وی رپورټ

لاهور: مسلم ليګ (ن) د فيصل آباد حلقه اين اے 108 کښې د اپرېل په 30مه نېټه په ضمني انتخاباتو کښې د ګډون نه کولو فيصله کړې ده۔

د اين اے 108 ضمني انتخاباتو نه د مسلم ليګ (ن) اميدوار طاهر پرويز د نامزدګۍ کاغذونه واپس کړي دي۔

د دې حلقې نه ضمني انتخاباتو لپاره پنځو امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو چې پکښې د یو امیدوار د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوي دي ولې د پاکستان تحریک انصاف میان فرخ حبیب، د ټي ایل پي سجاد اختر قادري او د پاکستان تحریک انصاف خرم شهزاد شامل دي. په دوی کې د تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ن) ګوند طاهر پرویز خپل کاغذونه بیرته اخیستي دي چې له دې وروسته په دې حلقه کې درې کاندیدان سیالي کوي.

د عوامي نېشنل ګوند کانديد طاهر پرويز وايي، پي ډي ايم په ضمني انتخاباتو کې د ګډون نه کولو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته يې د نوم ليکنې کاغذونه وايستل او له ټاکنو يې ځان واخيست.

ياده دې وي چې د دې حلقې نه تير ضمني انتخاباتو کښې د مسلم ليګ (ن) اميدوار عابد شيرعلي وو چې عمران خان ته ئي ماتې ورکړې وه او دا ځل د صوبائې پخوانې غړې عابد شېرعلي پرځائې شوې دې۔ په دې ضمني انتخاباتو کې د ګډون لپاره د اسمبلۍ غړی طاهر پرویز میدان ته راغلی وو

Leave a reply